Multimedia Newsroom
Images & footage available to download at no charge. They may not be sold or transferred to a third party or used for commercial purpose. Caution: our footage can be distressing.

03-05-2018 | Latest News , Middle East

آی سي آر سي: هره اونۍ پر روغتیایي کارکونکو برید کیږي

له دوه کلونو مخکې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روغتیا څارنو د مرکزونو او کارکونکو د خوندیتوب لپاره پریکړه لیک تصویب کړ، هر اونۍ د هغوی پر ضد یو برید شویدی.

روانه اونۍ، وسله والو کسانو د افریقا په مرکزي جمهوریت کې په یوه روغتون چې د آی سي آر سي د جراحۍ ډله هلته فعالیت کوي برید وکړ او ناروغان، کارکونکي او د سره صلیب خپلخوښي یې تهدید کړل. یو امبولانس هم په سړک کې درول شوی او تهدید شویدی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک په ډیر ملاتړ تصویب شو او دا ښیي چې د نړۍ ټول هیوادونه پدې باور دي چې خلک په تیره بیا په جګړه ځپلو سیمو کې باید روغتیا څارنې ته خوندي لاسرسی ولري. له بده مرغه، د ۲۰۱۶ له مې میاشتې تر اوسه، (آی سي آر سي) یوازې په ۱۶ هیوادونو کې د روغتیا څارنې په مرکزونو او کارکونکو باندې د بریدونو ۱۲۰۰ پیښې ثبت کړیدي.

په افغانستان کې د بیلګې په توګه، د وسله والو لخوا د روغتیایي مرکزونه کارونه او پر کارکونکو بریدونه د تهدیدولو، تښتولو او وژلو په ګډون او همدارنګه د روغتیایي مرکزونو ویجاړول او تړل د زرګونو تنو لاسرسی یې روغتیا څارنې ته محدود کړیدی.

د آی سي آر سي عمومي رییس، پیټر ماریر وایي، "پر روغتیایي مرکزونو او کارکونکو بریدونه یوه غمیزه ده چې دوه اړخونه لري. لومړی دا چې، ناروغان او روغتیایي کارکونکي ټپیان یا زیانمن کیږي. خو دغه کار په ورته مهال کې ډیر نور خلک د روغتیایي خدمتونو له لاس ته راوړلو بې برخې کوي او د اړمنو خلکو د رغیدو هیله له منځه وړي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۶ د مې د ۳، ۱۱۸۶ شمیره پریکړه لیک پدغه لار کې یو پیاوړی ګام وو چې پر روغتیا څارنو له بریدونو مخنیوی وکړي، خو له تاوتریخوالي مخنیوی او کمول یې باید په کړنو تعقیب شي.

آی سي آر سي په جنګي سیمو کې د لاندې ټکو د پلي کیدو غوښتونکې ده:

۱.وسله وال ځواکونه باید پر ملکي وګړو او جوړښتونو د روغتیایي مرکزونو، کارکونکو او واسطو په ګډون له بریدونو ډډه وکړي.

۲. ټول هغه خنډونه باید لیرې شي چې د روغتیایي بیړنیو توکو او د ټپیانو او ناروغانو د لیږد مخنیوی کوي.

۳. د روغتیایي مرکزونو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه څیړنې او د هغو بریدونو پر وړاندې ځواب ویل چې نړیوال بشرپالونکي حقوق نقضوي.

د روغتیایي مرکزونو ویجاړیدل او د خدمتونو بندیدل په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې خواشینونکي دي. له نیمایي ډیر عامه روغتونونه او د روغتیا څارنې مرکزونه په سوریه کې یا بند دي یا یوه برخه یې فعالیت کوي. یو شمیر دغه مرکزونه په هوایي بریدونو کې بمبار شویدي. د روغتیایي توکو له رسولو او د ټپیانو او ناروغانو له لیږده د هیواد په ځینو سیمو کې په پرله پسې توګه مخنیوی شویدی.

په هغو سیمو کې چې د عراق په وروستیو جګړو کې اغیزمنې شوي د ملکي جوړښتونو ویجاړیدنه ډیره زیاته وه. د صلاح الدین په سیمه کې، له دریو برخو یوه برخه یا زیانمنه یا هم له منځه وړل شوېده. په یمن کې د ۲۰۱۷ کال په پای کې یوازې ۴۵٪ روغتیایي مرکزونه فعال وو او ډیرو یې طبي توکي نه درلودل.

ماریر زیاتوي، "حتی جګړې محدودیت لري. له ټپیانو او ناروغانو باید په هر ډول شرایطو کې ملاتړ وشي. هغه تاوتریخوالی چې هغوی روغتیا څارنې ته له لاسرسي بې برخې کوي د نړیوالو بشرپالونکو حقوقو نقض دی او په پایله کې زموږ نه پاملرنه بشري چارو ته ښیي".  

نور ولولئ: www.healthcareindanger.org

د لا ډېرو معلوماتو لپاره:

  اندریا کټا پریټا (انګلیسي، اسپانیوي او پرتګالي)، آی سي آر سي کابل، ټیلفون : ۰۰۹۳۷۲۹۱۴۰۵۱۰

سیاووش کهزاد (درې او پښتو)، آی سي آر سي کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۹۴۶۱۸۹۰۸

 

More Related News