Multimedia Newsroom
Images & footage available to download at no charge. They may not be sold or transferred to a third party or used for commercial purpose. Caution: our footage can be distressing.

01-02-2018 |

د ویډیویي خبرونو برخه: افغانستان ۲۰۱۷ یو ستونزمن کال په ۲۰۱۸ کال کې بیلابیل فعالیتونه

۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) لپاره تر حده ډېر ستونزمن کال وو. په هېواد کې تر ۳۰ کلن دومداره شتون وروسته، له ۹ میاشتو څخه په کمه موده کې پر کارکونکو یې یو لړ پرله پسې بریدونو، آی سي آر سي دې ته اړه کړه چې خپله فعالیتونه وځنډوی او په وروستي پړاو کې په تېره بیا د هېواد په شمال کې خپل فعالیتونه راکم کړي.

 له ننګونو سره سره او د خپلو ځینو فعالیتونو د لنډمهاله ځنډونې د اړتیا په موخه، ترڅو داسې لارې چارې پيدا کړي چې له امنیتي خطرونو سره د خپلو کاري تیمونو مخامخېدنه رامحدوده کړي؛ آی سي آر سي بیا هم په ۲۰۱۷ کال کې له جنګ ځپلو خلکو سره مرستې ته دوام ورکړ.

 په ټول هېواد کې د آی سي آر سي له ۷ بیارغاونیزو مرکزونو ځنې په یوه کې یې تر ۱۳۹۰۰۰ ډېرو ناروغانو درملنه ترلاسه کړه، تر ۶۲۰۰۰ ډېر ناروغان په یو له هغو روغتیايي بنسټونو کې بستر کړل، چې آی سي آر سي ورسره مرسته کوي، له ۲۶۰۰۰ بندیانو څخه لیدنې کتنې ترسره شوې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې له دوی سره انساني او با وقاره چلند کېږي او له دوی ځنې، تر۵۰۰۰  ډېر یې وتوانېدل چې د آی سي آر سي د ټیلفوني خبرو اترو او د کورنۍ لیدنې کتنې د پروګرام له مخې له خپلو کورنیو سره اړیکه ولري. پردې سربېره، ۴۱۹ جنګي ټپیانو لومړنۍ مرستې ترلاسه کړې او د درملنې لپاره روغتیايی مرکز ته ولېږدول شول، د جګړې له لامله ۵۷۰۰۰ بېځایه شویو کسانو اړینې بنسټیزې مرستې ترلاسه کړې او تر ۱۲۰۰۰۰ ډېر خلک د اوبو د لاسي پمپونو له ترمیمونې څخه برخمن شول. ( د ۲۰۱۷ کال د شمېرو او حقایقو لپاره دا ځای ووینئ).

 په ۲۰۱۸ کال، آی سي آر سي به د افغانستان خلکو ته ژمنه پاتې شې او کومې چوپړتیاوې یې چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې ترسره کولې؛ نو په مختلف شتون به د چوپړتیاوو د هماغې لړۍ برابرونې ته دوام ورکړي.

 

مرکه

 په افغانستان کې د آی سي آر سي د نماینده ګۍ مشره، مونیکا زاناریلي ۲۰۱۷ کال ته یوه کتنه کړې او په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د آی سي آر سي او فعالیتونو لپاره یې د راتلونکې لارې په اړه خبرې کوي.

 

۲۰۱۷ کال د سره صلیب نړیوالې کمیټې لپاره په افغانستان کې څنګه وو؟

 ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمیټې د ۳۰ کلن دایمي شتون نښه ده.  ۲۰۱۷ کال هم په افغانستان کې د آی سي آر سي لپاره ډېر ستونزمن کال وو.

موږ په جنورۍ کې ډېر خوشحاله وو، کله چې په کندز کې زموږ څلور یرغمل شوي همکاران بېرته راخوشې کړای شول او څو ورځې وروسته د فبرورۍ په پیل کې زموږ یو اته کسیز ټیم چې د څارویو د ویشنې په موخه جوزجان ته پر لاره وه په یوه کمین کې ورباندې برید وشو. شپږ یې ووژل شول او دوه نور یې یرغمل ونیول شول. موږ د اوو میاشتو لپاره شپه و ورځ ډېرې هڅې وکړې، ترڅو هغوی راخوشې او بېرته یې راستانه کړو. 

په پای کې، کله چې دوی بېرته راخوشې شول، یوازې شپږ ورځې وروسته یې د مزار شریف د فزیکي بیارغونې په مرکز کې یو ناروغه کس زموږ یوه فزیوټراپسټه همکاره، وویشته او ویې وژله، او په ټولیز ډول موږ ویلای شو، چې ۲۰۱۷ نسبتاً یوه خواشینوونکی کال وو.

 
 ولې د سره صلیب نړیوالې کمیټې خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول؟

 د جوزجان تر برید وروسته موږ باید خپل فعالیتونه ځندولي وای ترڅو د ټول هېواد د امنیتي حالت بیا ارزونه وکړو او هڅه مو کوله چې د خپلو ټیمونو لپاره حداکثر خوندیتوب ډاډمن کړو خو دې ځنډونې دومره دوام و نه موند.

موږ نسبتاً په چټکه توګه اصلي فعالیتونه له سره پیل کړل لکه د فزیکي بیارغونې مرکزونه، د محبوسینو لپاره د کورنیو لیدنو کتنو پروګرام، چې په ټول هېواد کې ډېری شمېر ګټه اخستوونکي رانغاړي. وروسته بیا، موږ وتوانېدو چې نه یوازې له توقیفځایونو څخه لیدنې کتنې بیا پیل کړو، بلکې له روغتیايي مرکزونو سره مرستې ته مو هم دوام ورکړو، لکه هغه کلینکونه چې چارې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر مخ وړل کېږي یا روغتونونه لکه په کندهار کې میرویس سیمه ییز روغتون. موږ یقیناً وتوانېدو چې پراخ فعالیتونه بیا له سره پیل کړو خو خپله څرګندتیا مو په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې رامحدوده کړه او ځانونه مو یوازې په ښاري سیمو پورې رامحدود کړل.

 

ولې د سره صلیب نړیوالې کمیټې خپل فعالیتونه په افغانستان کې کم کړل؟

 موږ اوه کسان له لاسه ورکړي وو، درې کسان مو تښتول شوي وو، او موږ باید په دې ځای کې غښتلې پریکړې کړې وای، ترڅو په ګرد هېواد کې د خپلو ټیمونو امنیت ډاډمن کړو. د پریکړې پایله دا وه چې موږ باید په شمال کې په جدي توګه خپل شتون راکم کړو.

موږ د کندز او میمنې دفترونه وتړل او موږ په مزار کې هم خپل شتون ډیر کم کړ، چې د ټول شمال لپاره یو کلیدي مرکز وو. موږ همداراز په ګرد هېواد کې هم د خپلو فعالیتونو هغه برخه راکمه کړه، چې زموږ ټیمونه یې له ډېرو امنیتي اندېښنو سره مخامخ کول.

سره له دې چې په فاریاب، میمنه او کندز کې دفترونه وتړل شول، خو موږ بیا هم په یقیني توګه په مزار کې خپل کوچنی شتون ساتلی دی، چېرته چې موږ لا تر اوسه پورې ژمن یو چې ځینې هغه چوپړتیاوې وړاندې کړو چې یوازې آی سي آر سي یې په دې هېواد کې برابرولای شي، چې په تېره بیا په اورتوپيدي مرکزونو کې د بیارغاونې فعالیتونه او همداراز د کورنۍ لیدنې کتنې پروګرام او توقیف کړای شویو کسانو سره ټیلفوني اړیکې پکې شاملې دي.

 

په ۲۰۱۸ کال کې د سره صلیب له نړیوالې کمیټې څخه څه هیلې لرئ؟

 لکه څرنګه چې په تېرو ۳۰ کلونو وو؛ نو په ۲۰۱۸ کال به هم آی سي آر سي د افغانستان د خلکو لپاره ژمنه یا متعهده پاتې شي. موږ به د خدماتو هماغه لړۍ ته دوام ورکړو چې پخوا مو برابر کړي دي.

ښايي له یو څه کم شتون سره. د خپل قیمومیت د یوې برخې په توګه، موږ پر زیانمنېدونکیو خلکو، هغه مېرمنې چې د خپلې کورنۍ مشري ورترغاړې وي، هغه کسان چې توقیف کړای شوي وي او د دوی کورنۍ او معلولیت لرونکو باندې ځیرنه وکړو.  موږ به همداراز له وسله والو سره هم خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو که هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونه او یا دا چې د وسله والو مخالفینو یوه برخه وي ترڅو، د نړیوالو بشرپالو حقوقو د اصولو او د ملکيانو او طبي ماموریت د درناوي په اړه ورسره خبرې اترې وشي که هغه روغتیایي مرستندویان وي یا کلینیکونه یا دا چې د ټپیانو لېږدونه وي. موږ به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره حمایت ته هم ژمن پاتې شو، چې یاده ټولنه په دې هېواد کې زموږ مهمه او لومړنۍ همکاره ده او دوی به زموږ په حمایه زیانمنېدونکو خلکو ته هم لاسرسی ومومي.

 

مهم بدلونونه به په ۲۰۱۸ کال کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې لپاره په افغانستان کې څه وي؟

 په ۲۰۱۸ کال کې د آی سي آر سي لپاره مهم بدلونونه په روښانه توګه په شمال کې دي، چېرته چې زموږ شتون به ډېر راکم شي. او موږ همداراز په مزار کې د خپل فزیکي بیارغونې د فعالیتونو د لیږد په اړه د شونو لارو چارو په لټه کې یو.

موږ یو داسې شریکباڼي لټوو چې ناروغانو ته د درملنې د کیفیت هماغه کچه تضمین کړي کومه چې د ډېرې مودې راهیسې زموږ تر پاملرنې لاندې ترسره کېدله. 

په ټول هېواد کې به شتون هماغسې وي. په رښتیني ډول به دومره بدلون و نه کړي. څه چې بدلون مومي، نو هغه له امنیتي خطرونو سره د مخامخ کېدنې له کبله، کلیوالو سیمو ته زموږ د لاسرسي په وړتیا کې بدلون دی.

خو بیا هم، په افغانستان کې زموږ د مرستو د ګټه اخستوونکو لپاره زموږ ټولې چوپړتیاوې پر دې تصور باندې تدبیر شوي، چې دا خدمات باید زموږ په جوړښتونو او دفترونو کې ترسره شي، چې په دې توګه به موږ ته اجازه راکړي چې له هر چا سره نیغ په نیغه اړیکه ټینګه کړو.

له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره زموږ همکاري به دوام ومومي. همداراز قوي به اوسو چې ترڅو په کلیوالو سیمو کې زیانمنېدونکو کسانو ته لاسرسی ولرو. پدې توګه به زموږ په ژمنه او زموږ د چوپړتیاوو په انډولتیا کې به د پام وړ بدلون رانشي. 

 

  د لا ډېرو معلوماتو لپاره:

 اندریا کټا پریټا (انګلیسي، اسپانیوي او پرتګالي)، آی سي آر سي کابل، ټیلفون : ۰۰۹۳۷۲۹۱۴۰۵۱۰

رویا موسوي (درې او پښتو)، آی سي آر سي کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۹۴۶۱۸۹۰۸

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې ووینئ:

www.facebook.com/ICRCaf

https://twitter.com/ICRC_af

www.icrc.org

 

د لومړۍ ویډیو د شاټونو لست

-00:01۲۰۱۷ م کال په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمیټې د ۳۰ کلن دایمي شتون نښه ده. 

-00:10۲۰۱۷ کال هم په افغانستان کې د آی سي آر سي لپاره ډېر ستونزمن کال وه.

-00:17 موږ په جنورۍ کې ډېر خوشحاله وو، کله چې په کندز کې زموږ څلور یرغمل شوي همکاران بېرته راخوشې کړای شول او څو ورځې وروسته د فبرورۍ په پیل کې زموږ یو اته کسیز ټیم چې د څارویو د ویشنې په موخه جوزجان ته پر لاره وه په یوه کمین کې ورباندې برید وشو. شپږ یې ووژل شو او دوه نور یې یرغمل ونیول شو موږ د اوو میاشتو لپاره شپه و ورځ ډېرې هڅې وکړې، ترڅو هغوی راخوشې او بېرته یې راستانه کړو. 

-00:53 په پای کې، کله چې دوی بېرته راخوشې شول، یوازې شپږ ورځې روسته یې د مزار شریف د بیارغاونې په مرکز کې یو ناروغه کس زموږ یوه همکاره، فزیوتراپسته وویشته او ویې وژله، او په ټولیز ډول موږ ویلای شو، چې ۲۰۱۷ نسبتاً یوه خواشینوونکی کال وه.

-01:15 د جوزجان تر برید وروسته موږ باید خپل فعالیتونه ځندولي وای ترڅو د ګرد هېواد د امنیتي حالت بیا ارزونه وکړو او هڅه مو کوله چې د خپلو ټیمونو لپاره حداکثر خوندیتوب ډاډمن کړو خو دې ځنډونې دومره دوام و نه موند. موږ نسبتاً په چټکه توګه اصلي فعالیتونه له سره پیل کړل لکه د بیارغاونې مرکزونه، د محبوسینو لپاره د کورنیو لیدنو کتنو پروګرام، چې په ټول هېواد کې ډېری شمېر ګټه اخستوونکي رانغاړي.

-01:52 وروسته بیا، موږ وتوانېدو چې نه یوازې له توقیف ځایونو څخه لیدنې کتنې بیا پیل کړو، بلکې له روغتیايي مرکزونو څخه حمایې ته مو هم دوام ورکړ، لکه هغه کلینکونه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا پر مخ وړل کېږي یا روغتونونه لکه په کندهار کې میرویس ساحوي روغتون. موږ یقیناً وتوانېدو چې پراخه فعالیتونه بیا له سره پیل کړو.

-02:13 خو خپله څرګندتیا مو په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې رامحدوده کړه او ځانونه مو یوازې په ښاري سیمو پورې رامحدود کړل.

- 02:28 موږ اوه کسان له لاسه ورکړي وه، درې کسان مو تښتول شوي وه، او موږ باید په دې ځای کې غښتلي تصمیمونه نیولی وای، ترڅو په ګرد هېواد کې د خپلو ټیمونو امنیت ډاډمن کړو. د تصمیم پایله دا وه چې موږ باید په شمال کې په جدي توګه خپل شتون راکم کړو.

 - 02:45موږ د کندز او میمنې دفترونه وتړل او موږ په ډېره مهمه طریقه په مزار کې هم خپل دفتر راکم کړ، چې د ټول شمال لپاره یو کلیدي مرکز وه.

 -03:04موږ همداراز په ګرد هېواد کې هم د خپلو فعالیتونو هغه برخه راکمه کړه، چې زموږ ټیمونه یې له ډېرو امنیتي اندېښنو سره مخامخ کول.

-03:14سره له دې چې په فاریاب، میمنه او کندز کې دفترونه وتړل شول، خو موږ بیا هم په یقیني توګه په مزار کې خپل کوچنی شتون ساتلی دی،چېرته چې موږ لا تر اوسه پورې ژمن یو چې ځینې هغه چوپړتیاوې وړاندې کړو چې یوازې آی سي آر سي یې په دې هېواد کې برابرولای شي، چې په تېره بیا په اورتوپيدي مرکزونو کې د بیارغاونې فعالیتونه او همداراز د کورنۍ لیدنې کتنې پروګرام او توقیف کړای شویو کسانو ته ټیلفون کول پکې شامل دي.

 -03:49لکه څرنګه چې په تېرو ۳۰ کلونو وه؛ نو په ۲۰۱۸ کال به هم آی سي آر سي د افغانستان د خلکو لپاره ژمن یا متعهده پاتې شي.

04:00 -موږ به د خدماتو هماغه لړۍ ته دوام ورکړو چې وار دمخه مو برابر کړي دي.

-04:08 ښايي له مختلف کوچني شتون سره. د خپل قیمومیت د یوې برخې په توګه، موږ پر زیانمنېدونکیو خلکو، هغه مېرمنې چې د خپلې کورنۍ مشري ورترغاړې وي، هغه کسان چې توقیف کړای شوي وي او د دوی کورنۍ او معلولینو باندې ځیرنه وکړو

-04:31 موږ به همداراز له وسله لرونکیو کسانو سره هم خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو که هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونه او یا دا چې د وسله والو مخالفینو یوه برخه وي ترڅو، د نړیوال بشرپاله حقوق د اصولو او د ملکيانو او طبي ماموریت د درناوي په اړه ورسره خبرې اترې وشي که هغه طبي وړاندې کوونکې وي یا کلینکونه یا دا چې د ټپیانو لېږدونه وي،

-05:04 موږ به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره حمایې ته هم ژمن پاتې شو، چې یاده ټولنه په دې هېواد کې زموږ عمده او لومړنۍ همکاره ده او دوی به زموږ په حمایه زیانمنېدونکیو خلکو ته هم لاسرسی ومومي موږ به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره حمایې ته هم ژمن پاتې شو، چې یاده ټولنه په دې هېواد کې زموږ عمده او لومړنۍ همکاره ده او دوی به زموږ په حمایه زیانمنېدونکیو خلکو ته هم لاسرسی ومومي

-05:18 موږ به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره حمایې ته هم ژمن پاتې شو، چې یاده ټولنه په دې هېواد کې زموږ عمده او لومړنۍ همکاره ده او دوی به زموږ په حمایه زیانمنېدونکیو خلکو ته هم لاسرسی ومومي

-05:40په ۲۰۱۸ کال کې د آی سي آر سي لپاره عمده بدلونونه په روښانه توګه په شمال کې دي، چېرته چې زموږ شتون به ډېر راکم شي. او موږ همداراز په مزار کې د خپل بیارغاونې د فعالیتونو د انتقال په اړه د ممکنه  ګزینو یا لارو چارو په لټه کې یو.

 -06:04موږ په یو داسې شریکباڼي پسې ګرځو چې ناروغانو ته د درملنې د کیفیت هماغه کچه تضمین کړي کومه چې تر ډېر مودې پورې زموږ تر پاملرنې لاندې ترسره کېدله. 

-06:16په ګرد هېواد کې به شتون هماغسې وي. په رښتیني ډول به دومره بدلون و نه کړو. څه چې بدلون مومي، نو هغه له امنیتي خطرونو سره د مخامخ کېدنې له کبله، کلیوالو سیمو ته زموږ د لاسرسي په وړتیا کې بدلون دی.

-06:35خو بیا هم، په افغانستان کې د ګټه اخستوونکیو لپاره زموږ ټولې چوپړتیاوې پر دې تصور باندې تدبیر شوي، چې دا خدمات باید زموږ د جوړښتونو او دفترونو خوا ته راښکودل شي چې په دې توګه به موږ ته اجازه راکړي چې له هر چا سره نیغ په نیغه اړیکه ټینګه کړو

-06:56له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره زموږ همکاري به دوام ومومي. همداراز قوي به اوسو چې ترڅو په کلیوالو سیمو کې زیانمنېدونکیو کسانو ته لاسرسی ولرو

 

-07:12نو له دې مخې زموږ په ژمنه او زموږ د چوپړتیاوو په انډولتیا کې به د پام وړ بدلون رانشي.  

 

ځای: کابل، افغانستان

طول: 07:21

فورمټ: HD H264 mov

تولیدوونکي: د آی سي آر سي د خپرونو ټیم

کمره: رامش عباسي

د آی سي آر سي سرچینه:

نېټه :

کاپي رایټ : آی سي آر سي

 

د دویمې ویډیو د شاټونو لست

00:01ـ یوه سړي یو ناروغ په کندهار کې میرویس سیمه ییز روغتون ته راوړ.

  -00:13په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون نښه.

 -00:24ناروغان انتظار باسي چې په میرویس سیمه ییز روغتون کې نومونه ثبت کړي.

 -00:43یو ډاکټر د کندهار په میرویس سیمه ییز روغتون کې د ناروغانو نومونه لیکي.

 -01:12ناروغان د کندهار په میرویس سیمه ییز روغتون کې.

 -01:16ډاکټران ناروغان معاینه کوي.

 -01:31په زابل ولایت کې په جګړه کې ټپي شوي ماشومان روغتیایي مرکز ته لیږدول کیږي.

 -01:41ښځینه ناروغان د کندهار په میرویس سیمه ییز روغتون کې.

 -02:01د آی سي آر سي کارکونکي روغتیایي توکي روغتیایي مرکز کې کښته کوي.

 -02:27خلک په کابل کې د آی سي آر سي ارټوپیډیک مرکز ته ننوځي.

 -02:35یو فزیوټراپسټ د کابل په ارټوپیډي مرکز کې له معلولیت لرونکي کس سره مرسته کوي.

 -02:58یو ناروغ د کابل په ارټوپیډي مرکز کې خپل بوټان اغوندي.

 -03:14یو ډاکټر د کابل په ارټوپیډي مرکز کې ناروغ ته مصنوعي پښه نصبوي.

 -03:30یوه مور د ویډیو ټیلفوني اړیکې له لارې وروسته له پنځو کلونو خپل زوی سره په اتریش کې غږیږي. دا خدمتونه د آی سي آر سي د کورنیو تر منځ د اړیکو د بیا ټینګولو د پروګرام له لارې سرته رسیږي.

 

ځای: افغانستان

طول: 03:53

فورمټ: HD H264 mov

تولیدوونکی: د آی سي آر سي د خپرونو ټیم

کمره: رامش عباسي

د آی سي آر سي سرچینه:

نېټه :

کاپي رایټ : آی سي آر سي

 

More Related News